کندز کې د املوکو سږني حاصلات نږدې ۱۰۰ ټنو ته رسېدلې

mail-admin
Wed, Jan 20 2021 10:10 AM
کندز کې د املوکو سږني حاصلات نږدې ۱۰۰ ټنو ته رسېدلې

۱ سلواغه ۱۳۹۹
د کندز دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د نورو ارزښت لرونکو مېوو ترڅنګ د املکو بڼونه هم کال تر بلې په پراخېدو دي، چې حاصلات یې هم ورسره کال تر بلې زیاتېږي.
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالهادي قرلق وايي، چې د کندز د ولایت په کچه څه باندې۳۰۰ جریبه د املوکو بڼونه شتون لري، چې د املوکو سږني حاصلات یې ۹۹ ټنو ته ورسېد.
ښاغلی قرلق وویل، چې د کندز په ټولو ولسوالیو کې د املوکو بڼونه شتون لري، خو ددې ولایت د مرکز په ګډون د امام صاحب، دشت ارچي، قلعه ذال، کلباد او چهار درې ولسوالیو کې د املوکو بڼونه ډېر دي.
کندز کې دوه ډوله املوک کېږي او په دې ولایت کې یې ښه پایله ورکړې ده.
باید وویل شي، چې د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بزګرانو او بڼوالو د ملاتړ په پار تل هلې ځلې کوی او په دې برخه کې یې ګڼ شمېر بریالي پروګرامونه هم پلي کړي دي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS