لغمان کې د جوارو کښت او حاصلات ډېر شوي

۲۱ مرغومې ۱۳۹۹
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په یاد ولایت کې د جوارو کښت او حاصلات نورو کالو ته په کتو زیات شوي دي.
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمد جمیل خوشحال وایي، چې سږ کال ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په یو زره او۵۰ هکټاره ځمکه کې جوار کرل شوې وه، چې له دغو کروندو څخه شاوخوا دوه زره او ۲۰۵ ټنه جوار تولید شوي دي.
د ښاغلي خوشحال په خبره پورتنۍ شمېرې د تېرکال په پرتله په دې ولایت کې د جوارو د حاصلاتو زیاتوالی ښیي، چې د زیاتوالي لاملونه یې د کښت د سیمو ډېرښت، د موسمي ناروغیو او افاتو کمښت، په بازارونو کې د جوارو بېو لوړېدل، په ترویجي ډول د جوارو کرکېله او لهکروندګرو سره هر اړخیزې همکارۍ یادوي.
لغمان د هغو ولایتونو په ډله کې ده، چې د بېلابېلو کرنیزو توکو د کرکېلي لپاره مناسبه هوا لري په دې ولایت کې تر ډېره غنم، جوار او نور ډول ډول کرنیز توکي کرل کیږي، چې ښه پایلې هم ورکوي.