لغمان کې د مالټو ۲۰۲ جریبه نوي بڼونه جوړ شوي

mail-admin
Tue, Dec 22 2020 4:18 PM
لغمان کې د مالټو ۲۰۲ جریبه نوي بڼونه جوړ شوي


۲مرغومي۱۳۹۹
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس جمیل خوشحال وایي، چې د مالټو د حاصلاتو د ډېرښت او لا پراختیا په پار یې هڅې پیل کړي دي، چې راون کال د یاد ولایت په مرکز او اړوندو ولسوالیو کې د مالټو ۲۰۲ جریبه نوي بڼونه جوړ شوي دي.
د ښاغلي خوشحال په وینا د لغمان ولایت د مالټو حاصلات مخ په ډېرېدو دي، چې سږ کال یې هم د مالټو په حاصلاتو کې د پام وړ ډېر والی راغلی دی؛ نموړی د مالټو د ډېرښت لاملونه بڼوالو سره د کرنې ادارې دوامداره همکاري، د نویو بڼونو حاصل ته رسېدل او د ناروغیو او افاتو کمښت یاده وي.
د کرنې وزارت د احصایې ریاست د ۱۳۹۸ یم کال مالومات ښیي، چې د لغمان ولایت په ۵۶ هکتاره ځمکه د مالټو بڼونونه شتون لري، چې د حاصلاتو کچه یې یوزرو ۲۳۲ مټریک ټنو ته رسېده، خو سږ کال یې د تولید په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
لغمان، ننګرهار او کونړ د ګڼو مېوو او سابو تر څنګ د سټرسو کورنۍ لیمو، نارنج او مالټو پالنې او روزنې لپاره مناسبه هوا او چاپېریال لري، چې هر کال له یادو ولایتونو څخه په زرګونه ټنه د سټرسو حاصلات راټولیږي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS