د تخار او بدخشان د ترویج کارکوونکي د غنمو د کرکېلي نوي لارې چارې زده کوي
![کارمندان ترویج تخار و بدخشان درباره روشهای کشت گندم آموزش دیدند](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2020-12/whatsapp_image_2020-12-10_at_10.28.46_am.jpeg)
۲۰ لیندۍ ۱۳۹۹
د تخار او بدخشان ولایتونو دترویج یوشمېر کارکوونکي، د غنمو د کرکېلي د نویو لارو چارو او افتونو سره د مبارزې په برخه کې روزل کیږي.
دغه دوه ورځنۍ روزنیز پروګرام د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په مرسته په لاره اچول شوې ده.
دا روزنیز پروګرام په داسې حال کې په لاره اچول شوی دی، چې د یادو ولایتونو ۱۴ زره بزګران د غنمو اصلاح شویو تخمونو له کمپاین څخه برخمن شوي او د غنمو اصلاح شوي تخمونه یې تر لاسه کړي دي.