د دایکندي بېوزلو بزګرانو ته د هراړخیزو معیشتي او کرنیزومرستو پروژه پیل شوه

mail-admin
Mon, Dec 07 2020 11:26 AM
پروژه کمک‌های همه‌جانبه زراعتی و معیشتی برای دهقانان بی‌بضاعت در دایکندی افتتاح شد


۱۷ لیندۍ ۱۳۹۹
د دایکندي ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې بېوزلو بزګرانو ته د هراړخیزو معیشتي او کرنیزو مرستو پروژه پیل شوی دی، چې په کې د اوبو زېرمې جوړول، استنادي دېوالونه جوړول او پیپ اسکیم شامل دي.
یاده پروژه د ۱۵ میلیونه او ۲۵۶زره او ۵۴۹ افغانیو په لګښت د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې«FAO» له خوا تمویل او د آکسفام موسسې له خوا پلي کیږي.
د دایکندي د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې پروژې په پلي کولو سره یوزر او ۴۵۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابریږي. یاده پروژه ددې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پلي کیږي او د دایکندي دکرنې ریاست په خبره په پلي کېدو سره یې سلګونه جریبه ځمکه د خړوبولو تر پوښښ لاندې راځي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS