لغمان کې د لیمو بڼونه او حاصلات ډېر شوي

content_admin
Wed, Nov 25 2020 2:44 PM
لغمان کې د لیمو بڼونه او حاصلات ډېر شوي

۵ لیندۍ ۱۳۹۹
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې، په دې وروستیو کلونو کې په دې ولایت کې د لیمو بڼونه او حاصلات ډېر شوې او مخ پر وده روانه ده.
د لغمان د کرنې رییس محمدجمیل خوشحال وایي «د لغمان خاوره اوبه او هوا د لیمو ونو پالنې او روزنې ته مناسبه ده او په دې ولایت کې کال تر بله د لیمو بڼونه زیاتیږي.» د ښاغلی خوشحال په خبره د لغمان ولایت په ۳۷ هکټاره ځمکه کې د لیمو بڼونه جوړ شوي دي، چې سږني حاصلات یې ۱۸۴ مټریک ټنو ته رسیږي.
د لغمان په ولایت کې د سټروسو بڼونه شته او خلک په خپلو کورونو او کروندو کې د سټروسو ونې اېښي دي او يا د سټروسو بڼونه یې جوړ کړي دي، خو په تېرو څو کلونو کې د کرنې وزارت له خوا په دې ولایت کې د سټروسو یوشمېر معیاري بڼونه هم جوړ شوي دي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS