نیمروز کې د غنمو ۲۱ ننداریزې قطعې جوړیږي
![نیمروز کې د غنمو ۲۱ ننداریزې قطعې جوړیږي](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2020-11/125026831_3798132190211353_6071369564688452772_o.jpg)
۲۲ لړم ۱۳۹۹
د نیمروز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د غنمو د ۲۱ ننداریزو قطعو د جوړولو په پار پر ۲۱ بزګرانو د ننداریزو قطعو د جوړولو اړونده توکي ووېشل.
په دغو وېشل شویو توکو کې د غنمو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سره، یوم، دست کشې او ماسک شامل دي.
ټاکل شوې، چې د غنمو یاد ننداریزې قطعې د څاڅکي اوبوخور په سیسټم د نیمروز ولایت په مرکز او ولسوالیو کې جوړ شي.