بلخ کې د کچالو د زېرمتونونو چارې ددې میاشتې تر پایه بشپړیږي
۵ لړم ۱۳۹۹
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د کچالو د ۸۵ زېرمتونونو رغنیزې چارې د روانې میاشتې تر پایه بشپړیږي.
د کچالو یاد زېرمتونونه د کرنې وزارت له خوا د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د ۵۵ میلیونه او ۳۹۶ زره او ۱۷۰ افغانیو په لګښت په لاره اچول شوي دي. دغه جوړېدونکي زېرمتونونه به هر یوه یې له ۱۰ تر ۱۵ مټریک ټنه کچالو د ساتنې وړتیا ولري.