لغمان کې په ۴۰۰ هکټاره ځمکه کې د بیرې ځنګل اېښودلو لړۍ پیل شو

content_admin
Thu, Jul 02 2020 8:34 AM
لغمان کې په ۴۰۰ هکټاره ځمکه کې د بیرې ځنګل اېښودلو لړۍ پیل شو
۱۱ چنګاښ ۱۳۹۹
دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت اړوند دقرغیو ولسوالۍ د درونټې دبرېښنا بند د څېرمه د خاورینو غوڼډیو په لمنو کې د تراس په ډول دیوه منظم ځنګل دجوړېدو لړۍ پیل شو، چې په ترڅ کې یې د یادې سیمې په ۴۰۰ هکټاره ځمکه کې د بېرې ځنګل جوړیږي.
د لغمان د کرنې رییس انجنیر محمدجمیل خوشحال وویل، چې دغه پروژه د خوړو نړیوال پروګرام «WFP» په مالي لګښت او د « SARCDO» پروژې په تخنیکي همکارۍ پلي کیږي. د ښاغلي خوشحال په خبره په ۴۰۰ هکټاره ځمکه کې د بېرې ۶۰۰ د بېرې نیالګي اېښودل کیږي.
د لغمان دکرنې رییس وایي، چې ددې ځنګل په احداث سره به د شاتو مچیو فارم لرونکو ترڅنګ د مالدارۍ ودې، د سیلابونو په وسیله د ځمکې تخریب په مخنیوي، د اقلیم بدلون سره مبارزه، د مضره ګازو د جذب او د طبیعي ځنګلونو د پرېکولو په مخنیوي کې به رغنده رول ولري.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS