پروان کې د یو معیاري سړې خونې د جوړولو چارې پیل شوې
![پروان](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2020-04/3d731989-cfdc-44ff-a7fc-549321cd984e.jpeg)
پروان کې د یو معیاري سړې خونې د جوړولو چارې پیل شوې
۱۶ وری ۱۳۹۹
په پروان ولایت کې د یوزر او ۵۰۰ ټنه کرنیزو توکو د ساتنې په وړتیا سره د یوې سړې خونې د جوړولو چارې پیل شوې.
ددې سړې خونې د بنسټ ډبره د ملي پراختیا شرکت مشر عبدالرحمان عطاش، د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمتالله غفوري او د پروان والي فضلالدین عیار له خوا کېښودل شو.
دغه سړه خونه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا ډیزاین او د ملي تدارکاتو له خوا منظور شوې او د جوړولو چارې یې د ملي پراختیا شرکت ته ورکړل شوې ده.
ټاکل شوې، چې دغه سړه خونه په لمریز برېښنا سمبال او په دې سړه خونه کې به د پروسس یو مرکز هم جوړ شي.
دغه راز ټاکل شوې، چې په ۱۰ ولایتونو کې ۱۲ سړې خونې، چې د هر یوه وړتیا به یو زر او ۵۰۰ ټنه وي جوړ شي.
د دغو سړوخونو د هریوه د جوړولو لګښت نږدې ۱۸۰ میلیونه افغانۍ ده.
یاد سړې خونې به تر راتلونکو دوو کلونو پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.