د ګوشتې ولسوالۍ ۳۰۰ بزګرانو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

content_admin
Wed, Mar 11 2020 1:43 PM
د ګوشتې ولسوالۍ ۳۰۰ بزګرانو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

۲۱ کب ۱۳۹۸
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د همکارې موسسې « RRAA» په همکارۍ ددې ولایت د ګوشتې ولسوالۍ له ۳۰۰ بزګرانو سره د کرنیزو توکو مرسته وکړه.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دغو مرسته شویو توکو کې «بېلچې، پنجه کش، رمبې او د کرکېلي اوړند نور توکي» شامل دي.
دغه مرسته شوي توکي د ګوشتې ولسوالۍ پر ۳۰۰ بزګرانو وېشل شوي دي.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست ډاکټر محمد ضمیر بهسودي دیادو مرستو په ترسره کولو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې په دې چارو سره به بزګران پر ځان بسیا شي.

په همدې حال کې له دغو مرستو څخه برخمن شوي بزګران د کرنې وزارت له مرستو مننه وکړه او ویې ویل، چې ددغو توکو په ترلاسه کولو سره به د دوی ډېرې ستونزې هوارې شي.

د ننګرهار د کرنې ریاست وایي له دغو توکو څخه برخمن شوي بزګرانو ته د کرکېلي په هکله روزنه هم ورکړل شوې ده.

له یادو مرستو څخه موخه د بېوزلو بزګرانوملاتړ او د بزګرو کورنیو د عوایدو زیاتول دي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS