د میدان وردګو درې ولسوالیو کې ۱۷۶۸ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې او د کتاري کرنې عملي زده کړې ورکړل شوې

qiam_amin
Wed, Nov 11 2026 9:02 AM
د میدان وردګو درې ولسوالیو کې ۱۷۶۸ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې او د کتاري کرنې عملي زده کړې ورکړل شوې

۱۹ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۲۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د غنمو د تولید او حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شویو تخمونو د اغېزمنې کارونې او د معیاري کرنیزو لاورچارو د دودولو په موخه، د میدان وردګو ولایت په نرخ، چک او سیدآباد ولسوالیو کې ۱۷۶۸ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې او ترڅنګ یې د کتاري کرنې په اړه عملي روزنه هم ورکړل شوه.

د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د یاد ولایت په نرخ، چک او سیدآباد ولسوالیو کې د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او تورې او سپینې کیمیاوي سرو د وېش دویم پړاو بشپړ شو.

د یاد پړاو په ترڅ کې د نرخ ولسوالی ۵۰۰، د چک ولسوالی ۵۰۰ او د سیدآباد ولسوالی ۷۶۸ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې، چې په ټولیز ډول ۱۷۶۸ بزګران ترې برخمن شول.

همدارنګه، د وېشل شویو تخمونو د سمې او اغېزمنې کارونې په موخه، بزګرانو ته د نویو او عصري کرنیزو لاورچارو په اړه روزنیز پروګرامونه هم وړاندې شول، څو د دغو طریقو په پلي کولو سره له ناروغیو او افتونو څخه پاک او ښه کیفیت لرونکي حاصلات ترلاسه کړي.

په همدې لړ کې، د روان کرنیز شرکت په همکارۍ او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر همغږۍ لاندې، د دشت ټوپ په سیمه کې د سیدآباد، نرخ او چک ولسوالیو بزګرانو ته د غنمو د کتاري کرنې په اړه عملي زده کړې ورکړل شوې.

په دې عملي روزنه کې بزګرانو ته د کتاري کرنې د ګټو ترڅنګ، د تخم لپاره د کرنیز بستر چمتو کولو، د کتارونو ایستلو، د تخم د کرلو د ژوروالي، د قطارونو ترمنځ د واټن، په یوه جریب ځمکه کې د اړین تخم د اندازې او له تخم سره د کیمیاوي سرو د یوځای کارولو په اړه عملي لارښوونې او زده کړې ورکړل شوې.

د دې روزنیز پروګرام موخه دا وه، چې بزګران د کرنې ریاست له لوري ورکړل شوي اصلاح شوي تخمونه د معیاري او عصري لارو چارو له مخې وکري، څو له شته کرنیزو ځمکو څخه د لږ وخت او لګښت په بدل کې زیات او باکیفیته حاصلات ترلاسه کړي.

د معلوماتو له مخې، روان کرنیز شرکت هر کال د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې بزګرانو ته د کرنیزو فعالیتونو په بېلابېلو برخو کې عملي روزنیز پروګرامونه جوړوي، چې اساسي موخه یې د عنعنوي کرنیزو طریقو کمول، د عصري او معیاري کرنې دودول او د ناروغیو او افتونو پر وړاندې د خوندي حاصلاتو ترلاسه کولو لپاره د بزګرانو د ظرفیت لوړول دي.

په پای کې، یو شمېر بزګرانو له یادو عملي زده کړو څخه خوښي څرګنده کړه او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست څخه یې وغوښتل، چې د ورته روزنیزو پروګرامونو لړۍ پراخه او دوامداره وساتي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS