دمیدان وردګو د بهسودو لومړی حصې ولسوالی د سربند جوړولو چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي

qiam_amin
Tue, Nov 10 2026 3:14 PM
دمیدان وردګو د بهسودو لومړی حصې ولسوالی د سربند جوړولو چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۹ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۲۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنیزو ځمکو د خړوبولو، د اوبو د مدیریت او د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ په موخه، د میدان وردګو ولایت د بهسودو لومړی حصې ولسوالی د کلیوالي هوساینې د پراختیا پروژې په چوکاټ کې د سربند جوړولو چارې د بشپړېدو په درشل کې دي او شاوخوا ۹۵ سلنه کارونه یې ترسره شوي دي.

د میدان وردګو ولایت د بهسودو لومړی حصې ولسولی کې د ډاکار مؤسسې له لوري، د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د کلیوالي هوساینې د پراختیا پروژې په چوکاټ کې د جوړېدونکي سربند له چارو څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال څرګنده شوه، چې د یاد سربند د جوړولو چارې د پلان له مخې په ښه توګه پرمخ روانې دي او تر دې مهاله یې شاوخوا ۹۵ سلنه کارونه بشپړ شوي دي. تمه ده، چې دغه پروژه به په نږدې ورځو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادې ولسوالی بزګران او مالداران د دې پروژې د پلي کېدو او بشپړېدو په اړه خوښي څرګندوي او وایي، چې د سربند په جوړېدو سره به د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او د اوبو د مدیریت په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي او د دوی پر کرنیزو فعالیتونو او مالدارۍ به مثبت اغېز وکړي.

هغوی د ورته پروژو د پلي کېدو غوښتنه هم کړې، څو د کرنې او مالدارۍ د ودې، د کلیوالو د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي او د قدرتي سرچینو د سم مدیریت لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

د یادونې وړ ده، چې د سربندونو او د اوبو زېرمه کولو د نورو بنسټیزو پروژو جوړول د کرنیزو ځمکو د خړوبولو، د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي او د بزګرانو او مالدارانو د اقتصادي ملاتړ په برخه کې مهم رول لري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS