کونړ کې د تخم پلورونکو هټیو څخه څارنه ترسره شوه

mail-admin
Sun, Nov 08 2026 3:16 PM
د کرنیزو تخمونو د کیفیت ډاډمنتیا او په بازار کې د تاریخ‌ تېرو، تقلبي او بې‌کیفیته تخمونو د پلور د مخنیوي په موخه، د کونړ ولایت په یو شمېر تخم پلورونکو هټیو څارنه ترسره شوه.

۱۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنیزو تخمونو د کیفیت ډاډمنتیا او په بازار کې د تاریخ‌ تېرو، تقلبي او بې‌کیفیته تخمونو د پلور د مخنیوي په موخه، د کونړ ولایت په یو شمېر تخم پلورونکو هټیو څارنه ترسره شوه.
دغه څارنه د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ختیځ زون د کرنیزو تخمونو د تصدیق ورکولو آمریت د کارکوونکو له لوري ترسره شوه، چې پر مهال یې د تخم پلورونکو هټۍ د کرنیزو تخمونو د کیفیت، اعتبار او نېټې له پلوه و ارزول شوي.
د څارنې په پایله کې یو شمېر د سبو تاریخ‌تېر او بې‌کیفیته تخمونه راټول شول او پلورونکو ته سپارښتنه وشوه، چې بزګرانو ته باکیفیته او اصلاح شوي تخمونه وړاندې کړي او له غیرمعیاري او تاریخ‌تېرو تخمونو له پلور څخه ډډه وکړي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاډ ورکوي، چې د بزګرانو د حقونو د خوندیتوب او د کرنیزو تخمونو د کیفیت د کنټرول په موخه به خپلې څارنې روانې ساتي او له سرغړوونکو سره به د نافذه قوانینو له مخې چلند وشي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS