د پکتیکا زیړوک ولسوالی کې پر سلګونو مالدارانو د خوراکي توکو او نغدي مرستو د وېش بهیر بشپړ شو

mail-admin
Sun, Nov 08 2026 9:19 AM
د پکتیکا زیړوک ولسوالی کې پر سلګونو مالدارانو د خوراکي توکو او نغدي مرستو د وېش بهیر بشپړ شو

۱۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش 
۲۷  جمادالاول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د (اکشن اېډ) مؤسسې له لوري، چې مالي ملاتړ یې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» پر غاړه دی، د پکتیکا ولایت په زیړوک ولسوالی کې ۴۰۰ مالدارو کورنیو ته مرستې ووېشل شوې.
د یاد پروګرام په ترڅ کې هر ګټه‌اخیستونکي ته ۱۰۰ کیلوګرامه متمرکزه حیواني خوراکه (کنجاره) او ۵ زره او ۷۱۲ افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي لعل محمد «ګوهر» د یادو مرستو د وېش په اړه وویل، چې د مالدارانو ملاتړ، د څارویو د تغذیې ښه‌والی او د مالدارۍ سکټور پیاوړتیا د ریاست له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. نوموړي د «اکشن اېډ» او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» له همکارۍ څخه مننه وکړه او له مرستندویه بنسټونو یې وغوښتل، چې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي، ترڅو اړمنو کورنیو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.
بلخوا، یو شمېر هغو مالدارانو چې مرستې یې ترلاسه کړې وې، د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وویل، چې یادې مرستې په اوسنیو اقتصادي شرایطو کې د دوی لپاره ارزښتناکې دي او د څارویو د خوراکي اړتیاوو په پوره کولو او د کورنیو د اقتصادي ستونزو په کمولو کې به ورسره مرسته وکړي. دوی د پکتیکا د کرنې ریاست او مرسته‌کوونکو ادارو څخه مننه وکړه او د ورته مرستو د دوام غوښتنه یې وکړه.


تکمیل روند توزیع خوراکه حیوانی و کمک‌های نقدی برای ۴۰۰ خانواده مالدار در ولسوالی زیړوک پکتیکا
۱۷ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کمک‌های خوراکی و نقدی برای ۴۰۰ خانواده مالدار در ولسوالی زیړوک ولایت پکتیکا، با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و از سوی مؤسسه «اکشن‌اید» (ActionAid) تکمیل شد. هزینه این کمک‌ها از سوی سازمان خوراک و زراعت ملل متحد (FAO) تأمین شده است.
در جریان این برنامه، به هر خانواده مستفیدشونده ۱۰۰ کیلوگرام خوراکه حیوانی متمرکز (کنجاره) و مبلغ ۵ هزار و ۷۱۲ افغانی کمک نقدی توزیع شده است.
مولوی لعل‌محمد گوهر رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا، با اشاره به اهمیت این کمک‌ها گفت که حمایت از مالداران، بهبود تغذیه حیوانات و تقویت سکتور مالداری از اولویت‌های مهم این ریاست به شمار می‌رود. وی از همکاری مؤسسه اکشن‌اید و سازمان خوراک و زراعت ملل متحد قدردانی کرد و از نهادهای کمک‌کننده خواست تا همکاری‌های خود را در بخش‌های زراعت و مالداری ادامه دهند تا زمینه فراهم‌سازی امکانات بیشتر برای خانواده‌های نیازمند مساعد شود.
از سوی دیگر، شماری از مالدارانی که این کمک‌ها را دریافت کرده‌اند، ضمن ابراز خرسندی گفتند که این مساعدت‌ها در شرایط کنونی اقتصادی برای آنان ارزشمند بوده و در تأمین نیازهای خوراکی حیوانات و کاهش مشکلات اقتصادی خانواده‌های‌شان کمک خواهد کرد.
آنان از ریاست زراعت پکتیکا و نهادهای کمک‌کننده قدردانی کرده و خواستار ادامه چنین کمک‌هایی شدند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS