وخت خورا تنګ دی؛ غرفې لږې دي، نو بیړه وکړئ!

user-admin
Sat, Oct 31 2026 10:13 AM
فرصت محدود است؛ غرفه‌ها اندک می‌باشند، پس بشتابید!

 

د کرنې او مالدارۍ برخې پانګوال او متشبثین کولای شي، چې له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې خپل تولیدات معرفي او بازار ته وړاندې کړي. په دغه نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د پلور د پراختیا او د کورنیو تولیداتو د لاغوره پېژندنې لپاره مناسب فرصت برابروي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو خزاني نندارتون، چې د ۱۴۰۵ کال د لړم له ۱۳مې تر ۱۶مې نېټې پورې د کابل په بادام‌باغ کې جوړېږي، غرفې یې یوازې د ۱۴۰۵ کال د لړم تر ۱۲مې نېټې پورې غوښتونکو ته وېشل کېږي.
دا فرصت له لاسه مه ورکوئ!
په دغه نندارتون کې د غرفې په ترلاسه کولو سره خپل تولیدات نندارې ته وړاندې او وپلورئ او په ورته وخت کې د هېواد د بزګرانو د اقتصادي ودې په برخه کې خپله ونډه ادا کړئ. 
د غرفې د ثبت او ترلاسه کولو لپاره د ۱۴۰۵ کال د لړم تر ۱۲مې نېټې پورې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست د کرنیزو نندارتونونو آمریت ته مراجعه وکړئ.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS