د پکتیکا د کرنې رییس د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له استازو سره د نویو پراختیایي پروژو په اړه خبرې وکړې

mail-admin
Mon, Oct 26 2026 10:41 AM
د پکتیکا د کرنې رییس د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له استازو سره د نویو پراختیایي پروژو په اړه خبرې وکړې

۴ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي لعل محمد «ګوهر»، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یوان‌ډي‌پي» له استازو، سید جوهر، نصرت الله او مصطفی هاشمي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د «یوان‌ډي‌پي» استازو په پکتیکا ولایت کې د خپلو روانو پروژو او نویو پراختیایي فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل. هغوی یادونه وکړه چې د یادو فعالیتونو په لړ کې په سربې ولسوالی کې د جلغوزیو د پروسس د یوه مرکز، په یحیی‌خیلو ولسوالی کې د مڼو د مربا د پروسس د یوه مرکز، په ښرنه ښار کې د لبنیاتو د پروسس د یوه مرکز، همدارنګه په ښرنه او اورګون ولسوالیو کې د دوو ـ دوو معیاري شنو خونو د جوړولو پلان لري.
د یادو پروژو د چارو د پیل لپاره د پکتیکا د کرنې ریاست له لوري اجازه ورکړل شوه. د «یوان‌ډي‌پي» استازو د پروژو په پلي کولو کې د کرنې ریاست له همغږۍ او همکارۍ څخه مننه وکړه.
د پکتیکا د کرنې ریاست رییس مولوي لعل محمد «ګوهر»، د «یوان‌ډي‌پي» استازو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یادو پروژو پر ارزښت ټینګار وکړ او غوښتنه یې وکړه، چې د پروسس مرکزونو د جوړولو چارې دې د ژمي او سختې یخنۍ له رارسېدو مخکې بشپړې شي، څو یاد مرکزونه د یخنۍ پر وړاندې خوندي او د فعالیت لپاره چمتو شي.
نوموړي همدارنګه له یادې ادارې وغوښتل، چې د پکتیکا ولایت د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو، د کرنیزو محصولاتو د پروسس او د کروندګرو د اقتصادي ودې په موخه دې نورې پراختیایي پروژې هم پکتیکا ولایت ته راجلب کړي.
په پای کې، د پکتیکا د کرنې رییس د یادو پروژو د پلي کېدو په برخه کې کې د هر ډول همکارۍ او همغږۍ ډاډ څرګند کړ.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS