د پروان د کرنې ریاست د عوایدو راټولولو بهیر پر ښه والي او روڼتیا ټینګار

mail-admin
Tue, Oct 13 2026 2:42 PM
تأکید بر شفافیت و بهبود روند جمع‌آوری عواید ریاست زراعت پروان

۲۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي چارو رییس مولوي ضیاءالدین واقف، پروان ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ له رییس مولوي خان محمد حقمل او د یاد ریاست له آمرینو او عمومي مدیرانو سره وکتل.
په دې ناسته کې د عوایدو پر عمومي وضعیت، عایداتي سرچینو، د عوایدو د راټولولو بهیر، د ځمکو او نورو عایداتي سرچینو د اجارې ورکولو پر څرنګوالي بحث او خبرې وشوې. دغه راز، د عوایدو د ضایع کېدو پر مخنیوي، د روڼتیا پر ټینګښت او د عوایدو د راټولولو او تحصیل بهیر پر ښه والي ټینګار وشو.
د پروان د کرنې ریاست مسؤلینو هم د کاري بهیر د ښه والي، د تېلو د سهمیې د زیاتوالي او د دغه ولایت پراخې جغرافیایي ساحې او د یو شمېر ولسوالیو لرې‌والي ته په پام د اړتیا وړ امکاناتو د برابرولو په برخه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه له پلاوي سره شریک کړل.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS