د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

mail-admin
Tue, Sep 29 2026 3:33 PM
دیدار رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت با مسئولان سازمان غذایی جهان

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له مسؤلینو سره په لیدنه کې، د همکاریو پر پراختیا، تخنیکي همغږۍ او د افغانستان د کرنې په سکټور کې د نویو پروژو د پلي کېدو په اړه خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د افغانستان د کرنې له سکټور څخه د ملاتړ په برخه کې د خوړو نړۍوال پروګرام له فعالیتونو او هڅو څخه مننه وکړه او د دغه وزارت او همکارو ادارو ترمنځ یې د همکاریو او همغږۍ پر دوام ټینګار وکړ.
په ورته مهال، د خوړو نړۍوال پروګرام د کرنیزو پروګرامونو مرستیال عبدالغفور نوابي، له همکارو مؤسسو سره د همغږۍ او د هوکړه‌لیکونو د لاسلیک په برخه کې د کرنې وزارت له همکارۍ څخه مننه وکړه او د افغانستان د کرنې په سکټور کې یې د همکاریو پر دوام او د لا ډېرو پروژو پر پلي کېدو ټینګار وکړ.
د خوړو نړۍوال پروګرام چارواکو په دې لیدنه کې وویل، چې دغه اداره په پام کې لري د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې په ۵۰ ولسوالیو کې کوچنۍ او لویې پروژې پلي کړي. هغوی زیاته کړه، چې ډېر ژر به د کرنې وزارت د لومړیتوبونو له مخې، په ۲۰ ولسوالیو کې د پروژو د پلي کېدو لپاره ۲۰ میلیونه امریکايي ډالر ځانګړي شي.
په پای کې، د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس ډاډ ورکړ، چې دغه وزارت د اسلامي امارت د پالیسیو او ستراتیژیو په رڼا کې د هېواد د کرنې سکټور د پراختیا او پیاوړتیا په موخه له همکارو مؤسسو سره هر ډول همکارۍ او همغږۍ ته چمتو دی.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS