د ننګرهار هسکه مېنه کې د کوچیانو ستونزې واورېدل شوې او د حل په موخه د همکارۍ ډاډ ورکړل شو

mail-admin
Sun, Sep 27 2026 10:45 AM
د ننګرهار هسکه مېنه کې د کوچیانو ستونزې واورېدل شوې او د حل په موخه د همکارۍ ډاډ ورکړل شو

۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د هسکې مېنې ولسوالی د کوچیانو له استازو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزې او غوښتنې واورېدې او د حل په موخه یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
په دې لیدنه کې د کوچیانو استازو، نازک میر او حاجي ابراهیم وویل، چې په هسکه مېنه ولسوالی کې شاوخوا ۳۰ زره واړه څاروي لري، خو د څړځایونو، حیواني درملو، واکسینونو، چنجیو ضد درملو، حیواني خوراکي توکو او نورو برخو کې له یو شمېر ستونزو سره مخ دي.
دوی د ننګرهار دکرنې رییس څخه وغوښتل، چې د خپلو مالونو د روغتیا، ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې ورسره لازمې مرستې او همکارۍ ترسره شي.
د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد د کوچیانو ستونزې مهمې وبللې او راغلو مسؤلینو او قومي مشرانو ته یې ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د نافذه قوانینو په رڼا کې به د شته امکاناتو تر کچې لازمې همکارۍ، همغږۍ او د ستونزو د حل لپاره هڅې ترسره شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS