د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست له ولایتي مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

qiam_amin
Mon, Sep 21 2026 3:26 PM
د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست له ولایتي مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

۳۰ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست د ولایتي مسوولینو په ګډون د همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه.

په دې انلاین غونډه کې د پلان او پالیسۍ، کرنیزو احصائیو، خصوصي سکټور پراختیا، څارنې او ارزونې مسوولینو، سلاکارانو، آمرینو او د مالي او حسابي او تدارکاتو ریاستونو استازو ګډون کړی و.

دغه غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مقام د لارښوونې پر بنسټ، د بغلان، کندز، بدخشان، تخار، سرپل، سمنگان، بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاستونو د پلان رییسانو، آمرینو، سلاکارانو او د پلان مدیرانو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې اداري ستونزې او ننګونې، د منظور شوي پلان له مخې د بودجې د لګښت کچه، د پراختیايي پروژو د پلي کېدو پر وړاندې شته خنډونه او د هغو پروژو د پلان جوړولو او پلي کولو څرنګوالی، چې د همکارو موسسو له لارې تطبیقېږي، تر بحث او ارزونې لاندې ونیول شول.

همدارنګه، د ستونزو د هواري، د کاري بهیر د ښه والي او په کرنیز سکټور کې د چارو د چټکتیا په موخه د اړینو لارو چارو په اړه د نظرونو تبادله وشوه.

د غونډې په پیل کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس الحاج مولوي عبدالعلي عمري د ګډونوالو له ګډون څخه خوښي څرګنده کړه او د مرکزي او ولایتي ریاستونو ترمنځ یې پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ.

ورپسې، د پلان او پالیسۍ، کرنیزو احصائیو، څارنې او ارزونې او خصوصي سکټور د پراختیا برخو مسوولینو د خپلو کاري برخو اړوند معلومات او راپورونه وړاندې کړل. وروسته ولایتي مسوولینو ته فرصت ورکړل شو، څو خپلې ستونزې، وړاندیزونه او له کاري چارو سره اړوند موضوعات مطرح کړي.

په پای کې، د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست سلاکار د مطرح شویو موضوعاتو په اړه لازم معلومات وړاندې کړل او د کاري بهیر د ښه والي او ستونزو د هواري په موخه یې مناسبې لارې چارې له ولایتي مسوولینو سره شریکې کړې.

ګډونوالو د مرکزي او ولایتي ریاستونو ترمنځ د اړیکو او همغږۍ د پیاوړتیا او د پروګرامونو د پلي کېدو د بهیر د ښه والي په موخه د دا ډول همغږۍ غونډو پر دوام ټینګار وکړ.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS