دکابل سروبي کې ۱۵۸ کورنیو ته د چرګانو د ساتنې بشپړې بستې ووېشل شوې

mail-admin
Sun, Sep 20 2026 9:09 AM
دکابل سروبي کې ۱۵۸ کورنیو ته د چرګانو د ساتنې بشپړې بستې ووېشل شوې

۲۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان لپاره د کلیو بیا ودانولو ادارې  له لوري، د کابل ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د کابل ولایت په خاکجبار او سروبي ولسوالیو کې د «په افغانستان کې د متضرره ټولنو د هوساینې او پیاوړتیا» تر عنوان لاندې پروژه پلي کېږي. دغه پروژه د ډنمارک د کډوالو شورا له لوري تمویلېږي.
د دغې پروژې عمومي موخه د خوړو خوندیتوب پیاوړتیا، د کلیوالو کورنیو د معیشت پراختیا، د عایداتو زیاتوالی او د زیانمنو کورنیو د اقتصادي مقاومت لوړول دي.
د همدې موخې په ترڅ کې، د کابل ولایت په سروبي ولسوالی کې ۱۵۸ مستحقو کورنیو ته د چرګانو د ساتنې بستو د وېش لړۍ پیل شوې ده. د وېش په ترڅ کې هرې ګټه‌اخیستونکې کورنۍ ته ۲۷ چرګانې، درې چرګان، ۱۵۰ کیلوګرامه د چرګانو دانه، ۱۰۰ ګرامه انټي‌بیوټیک او ۱۰۰ ګرامه ملټي‌ویټامین درمل ورکړل شول.
د یادو بستو د وېش بهیر د کابل ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ څانګې د امر ډاکټر اعجاز احمد صالحی، د سروبي ولسوالۍ د مرستیال او د ولسوالۍ د کرنې مدیریت د استازي په حضور کې ترسره شو.
د معلوماتو له مخې، په پام کې ده چې ډېر ژر د خاکجبار ولسوالۍ پاتې ۴۳ مستحقو کورنیو ته هم د چرګانو د ساتنې بستې ووېشل شي.
د پروژې د تطبیق له لارې به د یادو کورنیو لپاره د کورني چرګانو روزنې زمینه برابره شي، د هغوی د کورنیو خوراکي اړتیاوو په پوره کولو کې به مرسته وشي او د عایداتي سرچینو د پیاوړتیا او اقتصادي مقاومت د لوړولو لپاره به زمینه برابره شي.


در ولسوالی سروبی کابل برای ۱۵۸ خانواده بسته‌های کامل پرورش مرغ توزیع شد
۲۸ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ رَبِیعُ‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
از سوی اداره بازسازی دهات افغانستان، تحت چتر ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کابل، پروژه‌ای تحت عنوان «رفاه و توانمندسازی جوامع متضرر در افغانستان» در ولسوالی‌های خاکجبار و سروبی ولایت کابل تطبیق می‌شود. این پروژه از سوی شورای پناهندگان دنمارک تمویل می‌گردد.
هدف عمومی این پروژه، تقویت امنیت غذایی، توسعه معیشت خانواده‌های روستایی، افزایش عواید و ارتقای تاب‌آوری اقتصادی خانواده‌های آسیب‌پذیر می‌باشد.
در همین راستا، روند توزیع بسته‌های پرورش مرغ برای ۱۵۸ خانواده مستحق در ولسوالی سروبی ولایت کابل آغاز شده است. در جریان این توزیع، برای هر خانواده مستفید ۲۷ قطعه مرغ، سه قطعه خروس، ۱۵۰ کیلوگرام خوراک مرغ، ۱۰۰ گرام آنتی‌بیوتیک و ۱۰۰ گرام داروی مولتی‌ویتامین توزیع گردید.
روند توزیع بسته‌های یادشده با حضور داکتر اعجاز احمد صالحی، آمر بخش مالداری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کابل، معاون ولسوالی سروبی و نماینده مدیریت زراعت این ولسوالی انجام شد.
بر اساس معلومات، قرار است به‌زودی بسته‌های پرورش مرغ برای ۴۳ خانواده مستحق باقی‌مانده در ولسوالی خاکجبار نیز توزیع شود.
با تطبیق این پروژه، زمینه پرورش مرغ‌های خانگی برای خانواده‌های یادشده فراهم شده، در تأمین نیازهای غذایی خانواده‌ها کمک خواهد شد و زمینه تقویت منابع عایداتی و افزایش تاب‌آوری اقتصادی آنان نیز فراهم می‌گردد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS