پکتیکا کې ۲۱۵ مستحقو بزګرانو ته کرنیز توکي ووېشل شول

mail-admin
Sat, Sep 19 2026 9:06 AM
پکتیکا کې ۲۱۵ مستحقو بزګرانو ته کرنیز توکي ووېشل شول

۲۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې، د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک مؤسسې له لوري د «په لویدیځ، سویلي او سوېل‌ختیځ افغانستان کې د اقلیمي انعطاف او اقتصادي ثبات لپاره د زیانمنو ټولنو پیاوړتیا» پروژې په چوکاټ کې، ۲۱۵ مستحقو بزګرانو ته کرنیز توکي ووېشل شول.
د یادو توکو د وېش په بهیر کې د اړوندو مسؤلینو او استازو په حضور کې، هر یوه مستحق بزګر ته د کرنیزو اړتیاوو له مخې ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلوګرامه توره سره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره ورکړل شول.
د کرنیزو توکو د وېش پروسه د اړوندو مسؤلینو تر څارنې لاندې په منظم، شفاف او عادلانه ډول ترسره شوه، څو ټاکل شوي توکي پر وخت او په عادلانه توګه مستحقو بزګرانو ته ورسېږي.
د چارواکو په وینا، د دغې پروژې له لارې د بزګرانو د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا، د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د معیاري کارونې د دودولو، د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي او د زیانمنو ټولنو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره زمینه برابرېږي.
د اقلیمي بدلونونو اغېزې، د کرنیزو توکو د بیو لوړوالی او د بزګرانو اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي چې د زیانمنو ټولنو د ملاتړ او د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره د مرستندویو بنسټونو له لوري بېلابېل پروګرامونه پلي شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS