د هلمند کرنې ریاست کې ۴۲ استادانو ته درې ورځنی روزنیز پروګرام او د کرنیزو څېړنو عملي چارې ترسره شوې

mail-admin
Sat, Aug 29 2026 10:56 AM
د هلمند کرنې ریاست کې ۴۲ استادانو ته درې ورځنی روزنیز پروګرام او د کرنیزو څېړنو عملي چارې ترسره شوې

۷ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنې او وترنرۍ ۴۲ تنه استادان له رسمي معرفي کېدو وروسته، د نباتاتو اصلاح، اګرانومي، نباتي ناروغیو، سبو او مېوه‌جاتو په برخو کې په درې ورځني روزنیز پروګرام کې وروزل شول.
د نباتاتو د اصلاح په برخه کې د جوارو د تجربو یو سیټ کې د ۱۶ انبریډ او څلورو هایبریډ لاینونو کرنه او ټوکېدنه ترسره شوې. همدارنګه د باجرې، ممپلیو، ماشو او جوارو د کرکټرونو په اړه په بېلابېلو تجربوي او مطالعاتي قطعو کې د خشاوه، اوبولګولو، د یوریا د استعمال او خاورې د اړوندو مطالعاتو چارې ترسره شوې.
د اګرانومي په برخه کې د جوارو درې سیټه او د سویابینو درې سیټه تجربې وڅارل شوې او د خشاوه، اوبولګولو او اړوندو معلوماتو راټولولو چارې ترسره شوې.
د غله‌جاتو په برخه کې د جوارو د مورني تخم لپاره په دوه جریبه ځمکه کې تجربه تطبیق شوې، چې پکې د خشاوه، اوبولګولو او یوریا د استعمال چارې ترسره شوې دي.
د مېوو او سبو په برخه کې د بندي ورايتي سپینلیس، بانجان ورايتي اخوندان، رومیانو ورايتي پیرسن، پیازو ورايتي زېړ اسپانوی او مرچکو ورايتي مرچ شیرین او انګریواکس مورني تخمونه راټول شوي دي. همدارنګه د مېوه‌جاتو ۲۶ جریبه باغونه اوبه شوي او د مېوه‌لرونکو نیالګیو په قوریه کې د پیوند چارې روانې دي. د کیلې د نبات کرکټرونه هم راټول او ثبت شوي دي.
د صنعتي نباتاتو په برخه کې د سویابینو او ممپلیو د مورني تخمونو په قطعو کې د خشاوه او اوبولګولو چارې ترسره شوې. د ماشو مورني تخمونه راټول او انتقال شوي، د لمرګلي نبات حاصل راټول شوی او د کنجد د مورني تخم قطعه اوبه شوې ده. همدارنګه د پختې مورني تخم له قطعو څخه د حاصل راټولولو لړۍ هم روانه ده.
د یادو روزنیزو او عملي څېړنیزو فعالیتونو موخه د کرنې په بېلابېلو برخو کې د مسلکي ظرفیتونو لوړول، د اصلاح شویو نباتي ډولونو د تولید او پراختیا لپاره د عملي تجربو ترسره کول او د کرنیزو حاصلاتو د کیفیت او کچې لوړول

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS