د نورستان مرکز پارون کې د وترنرۍ کلینیک پرانیستل شو
٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د (DRC) مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د مرکز پارون اړوند چتراس کلي کې د وترنرۍ یو واحد کلینیک په رسمي ډول پرانیستل شو.
د کلینیک د پرانیستلو په مراسمو کې د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن او د DRC مؤسسې مسؤلینو ګډون کړی و.
د یاد وترنرۍ کلینیک د فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه، د کرنې ریاست له لوري د وترنرۍ ډاکټر لپاره ۶۲ قلمه عصري وسایل او تجهیزات وسپارل شول، چې په کې المارۍ، موټرسایکل، یخچالونه، د جراحي کټونه، مېزونه، څوکۍ، د مصنوعي القاح کټ او د څارویو د روغتیا اړوند نور اړین وسایل شامل دي.
د کرنې رییس د وسایلو د سپارلو پر مهال سپارښتنه وکړه، چې یاد تجهیزات دې په سمه او مسلکي توګه وکارول شي او د څارویو د ناروغیو د مخنیوي، وقایې او درملنې په برخه کې دې لازم خدمات وړاندې شي، ترڅو د مالدارانو ستونزې راکمې او د حیواني محصولاتو کیفیت او کمیت لا زیات شي.
د وترنرۍ دغه کلینیک به د چتراس او شاوخوا سیمو مالدارانو ته د څارویو د روغتیا په برخه کې د وترنري خدمتونو د وړاندې کولو ترڅنګ، د ناروغیو په مخنیوي او د مالدارۍ د ودې په برخه کې مهم رول ولري.
د نورستان د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایی، چې د کرنې او مالدارۍ د ودې، د مالدارانو د ملاتړ او د حیواني محصولاتو د زیاتوالي په موخه د خدمتونو دوام زموږ ګډ مسئولیت دی.
