کندهار کې د څاڅکو اوبو لګولو سیستم د پراختیا او ترویج په‌موخه سلګونه کروندګر روزل کېږي

mail-admin
Mon, Jun 08 2026 1:16 PM
کندهار کې د څاڅکو اوبو لګولو سیستم د پراختیا او ترویج په‌موخه سلګونه کروندګر روزل کېږي

۱۸ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا د دې ولایت په ۱۹ ولسوالیو کې د څاڅکو (قطریي) اوبو لګولو سیستم د پراختیا او ترویج په موخه د ۷۶۰ تنو کروندګرو لپاره پراخ روزنیز پروګرام پیلېږي.
د چارواکو په وینا، په دغه پروګرام کې به د هرې ولسوالی څخه ۴۰ تنه کروندګر ګډون وکړي. ګډونوالو ته به د څاڅکو اوبو لګولو سیستم د نصب، د اوبو د ذخیرې، د اوبو د منظم مدیریت، د لږو اوبو په کارولو سره د زیاتو کرنیزو ځمکو د خړوبولو او د اوبو د سپما اړوند نظري او عملي زده کړې وړاندې شي.
د یادو روزنو موخه د اوبو د اغېزمن مدیریت او سپما په برخه کې د کروندګرو د ظرفیت لوړول، د عصري اوبو لګولو سیستمونو ترویج، د کرنیزو ځمکو د خړوبولو موثریت زیاتول او د اقلیمي بدلونونو او د اوبو د کمښت پر وړاندې د کرنیز سکتور د مقاومت پیاوړتیا ده.
د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، د څاڅکو اوبو لګولو سیستم د دودیزو طریقو په پرتله د اوبو د ضایع کېدو مخه نیسي، د حاصلاتو کیفیت او کمیت لوړوي او کروندګرو ته زمینه برابروي چې په لږو اوبو او کم لګښت سره خپلې کرنیزې چارې لا اغېزمنې پرمخ یوسي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست او خصوصي شرکت ترمنځ د څاڅکو اوبو لګولو سیستمونو د عامه پوهاوي او ترویج په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شوی، چې له مخې به یې په ۱۹ ولسوالیو کې سلګونو کروندګرو ته روزنه او عامه پوهاوی وړاندې شي. ټاکل شوې ده چې د دې لړۍ لومړنۍ روزنه د راتلونکې سې‌شنبې په ورځ د دامان ولسوالۍ څخه پیل شي.
کندهار د هېواد له هغو کرنیزو ولایتونو څخه دی چې د وچکالۍ، د اوبو د سرچینو کمښت او د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره مخ دی. له همدې امله د څاڅکو اوبو لګولو په څېر عصري سیستمونو ترویج د اوبو د سپما، د حاصلاتو د زیاتوالي او د کرنیز تولید د پایښت لپاره مهم ګام ګڼل کېږي. د کرنې وزارت او اړوندو شریکو بنسټونو له لوري په وروستیو کلونو کې د عصري اوبو لګولو سیستمونو د پراختیا لپاره هڅې چټکې شوې دي، څو کروندګر وکولای شي د اوبو له محدودو سرچینو څخه اغېزمنه ګټه واخلي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS