بادغیس کې د کفشک حشرې پر ضد پراخه مبارزه؛ سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه پاکه شوه
۲۷ غویی ۱۴۰۵ه.ش
۳۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د بوټې ژغورنې برخې مسلکي کارکوونکو د بزګرانو په همکارۍ د کفشک حشرې پر ضد مبارزه لا ګړندۍ کړې، چې په پایله کې یې تر اوسه د ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه له دغو زیانرسوونکو حشراتو پاکه شوې ده.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټوژغورنې لوی مدیریت مسلکي ټیمونو په تېرو څو ورځو کې د بالا مرغاب، سنګ آتش، آبکمري، قادس، مقر، درې بوم ولسوالیو او همداراز د ولایت په مرکز کې د کفشکونو پر ضد دوامداره مبارزه ترسره کړې، چې په ترڅ کې یې شاوخوا له ۷۰۰ تر ۸۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه پاکه شوې ده.
مسؤلین زیاتوي، د مبارزې د بهیر د لا چټکتیا او اغېزمنتیا په موخه بزګرانو ته ۶۰۰ د حشره نیولو ځانګړي جالونه هم وېشل شوي، څو بزګران وکولای شي د خپلو کرنیزو حاصلاتو د خونديتوب لپاره په فعاله توګه برخه واخلي.
د بادغیس د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له ټولو بزګرانو غوښتي، چې د کفشکونو د له منځه وړلو او د کرنیزو حاصلاتو د ساتنې په موخه له مسلکي ټیمونو سره هر اړخیزه همکاري وکړي، ترڅو د فصلونو د زیان مخه ونیول شي او د کرنیزو تولیداتو کچه لوړه پاتې شي.
