د میدان وردګو په دایمیرداد ولسوالی کې د اوبو د سپما پروژو چارې پیل شوې
۱۶ غویی ۱۴۰۵ه.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه.ق
د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د اوبو سپما، کرنیزو ځمکو خړوبولو او د اوبو د مدیریت د ښه والي په موخه د څو مهمو پروژو عملي چارې پیل شوې.
د چارواکو په وینا، دغه پروژې د دایمیرداد ولسوالی په قولزنګي، للندر، پیره او عادلبېک سیمو کې د ډاکار مؤسسې له لوري د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په بشپړې همغږۍ پلي کېږي.
په یادو پروژو کې د اوبو سپمايي ورخونه، د اوبو کانالونه، کوچنۍ ویالې او نور اړین تاسیسات شامل دي، چې موخه یې د کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو منظم مدیریت او د ضایعاتو مخنیوی دی.
د میدان وردګو د کرنې ریاست او د ډاکار مؤسسې مسؤلینو د پروژو د ساختماني چارو د کیفیت او چټک تطبیق لپاره پر وخت نظارتونه هم پیل کړي دي. د مسؤلینو په خبره، د پروژو کارونه په ښه کیفیت او چټکۍ سره روان دي.
چارواکي وایي، د دغو پروژو له بشپړېدو وروسته به د اوبو د سپما کچه لوړه شي، د خړوبولو سیستم به ښه شي او بزګران به وکولای شي خپلې کرنیزې ځمکې په منظم ډول خړوبې کړي.
د سیمې بزګرانو هم د دغو پروژو له پیل څخه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې دا به د کرنې په برخه کې د اوبو کنټرول او عادلانه وېش کې مثبت بدلون راولي.
هغوی له مسؤلو ادارو وغوښتل، چې د ورته نورو بنسټیزو پروژو پلي کولو ته هم دوام ورکړي، څو کروندګرو ته پر وخت د اوبو رسولو زمینه برابره او کرنیز حاصلات نور هم زیات شي.
