د خوست موساخلېلو ولسوالی کې یوشمېر بزګرانو ته شنې خونې جوړېږي

mail-admin
Sun, May 03 2026 2:03 PM
د خوست موساخلېلو ولسوالی کې یوشمېر بزګرانو ته شنې خونې جوړېږي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي برنامو په دوام، د موساخېلو ولسوالی کې د شنو خونو د جوړولو لپاره د مستحقو بزګرانو د ټاکلو سروې په بریالیتوب سره بشپړه شوه.
یاده سروې د موساخېلو ولسوالی دکرنیزو خدمتونو مدیریت ، د ولسوالۍ د مقام، د اقتصاد ریاست او د اړوندو سیمه‌ییزو ادارو د استازو له لوري په ګډه ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې هغه بزګران وټاکل شول چې د شنو خونو د جوړولو لپاره لازم شرایط او وړتیاوې لري.
د خوست دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د دې پروګرام موخه د سبو د تولید زیاتوالی، د بزګرانو د اقتصادي وضعیت ښه والی او د عصري کرنیزو میتودونو دودول دي.
د موساخلېو ولسوالی د کرنې مسؤلینو د سروې پر مهال ټینګار وکړ چې ټاکل شوي بزګران به د شنو خونو له جوړېدو وروسته د اړینو تخنیکي روزنو او دوامداره څارنې تر پوښښ لاندې وي، ترڅو د پروژې اغېزمنتیا لوړه شي.
د یادو اتو شنو خونو جوړول به په سیمه کې د کرنیز تولید په پراختیا او د بازار لپاره د تازه سبو په برابرولو کې مهم رول ولوبوي.
د یادونې وړ ده، چې د خوست د کرنې ریاست له لوري د ورته پروژو د پراختیا هڅې روانې دي، څو بزګران له عصري کرنې سره اشنا او اقتصادي ثبات ته ورسېږي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS