سفر رئیس اراضی وزارت زراعت به ولایت کندز

mail-admin
Thu, Apr 30 2026 10:39 AM
سفر رئیس اراضی وزارت زراعت به ولایت کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
رئیس اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، مولوی محمود مظلوم، در یک سفر رسمی به ولایت کندز رفت. هدف این سفر ارزیابی وضعیت زمین‌ها، تقویت هماهنگی میان ادارات مربوطه و بلند بردن ظرفیت کاری در بخش زمین‌ها عنوان شده است.
در جریان این سفر، یک نشست مهم کاری با حضور رئیس زراعت کندز، مولوی نیاز محمد عابد، آمر وثایق محکمه استیناف، نماینده مستوفیت، نماینده شاروالی، و همچنان آمرین و کارمندان بخش زمین‌ها برگزار شد.
در آغاز، رئیس زراعت کندز، مولوی نیاز محمد عابد، از اشتراک‌کنندگان استقبال کرده و معلومات همه‌جانبه در مورد فعالیت‌ها، دستاوردها و امور جاری این اداره ارائه نمود.
پس از آن، رئیس اراضی وزارت زراعت، مولوی محمود مظلوم، در سخنان خود بر تطبیق جدی فرامین رهبری، رعایت اصول کاری، برخورد نیک و مسلکی با مراجعین، جلوگیری از مداخلات غیرضروری در امور اداری، و تأمین فضای همکاری، برادری و اعتماد در محیط کاری تأکید کرد. وی همچنان تلاش‌های ریاست زراعت کندز را ستوده و بخش زمین‌ها را یکی از بخش‌های اساسی و مهم این اداره دانست.
او افزود که تمام امور مربوط به زمین‌ها باید مطابق اصول و مقررات نافذه پیش برده شود و هیچ‌گونه اقدام غیرقانونی در این زمینه قابل قبول نیست.
همچنان، وی بر اهمیت موضوعات مهمی چون تنظیم و مدیریت مؤثر زمین‌ها، تثبیت ملکیت، جلوگیری از غصب زمین‌ها، و تقویت هماهنگی میان ادارات مربوطه تأکید نمود.
در ادامه، اشتراک‌کنندگان نشست به منظور بهبود بیشتر امور، نظریات، مشکلات و پیشنهادهای سازنده خود را شریک ساختند.
قابل یادآوری است که به هدف ارتقای ظرفیت مسلکی اشتراک‌کنندگان، موضوعات مربوط به تثبیت حق ملکیت از سوی تیم تخنیکی ریاست عمومی اراضی به‌گونه نظری و عملی آموزش داده می‌شود تا در این بخش مؤثریت بیشتر به‌وجود آید.

کندز ولایت ته دکرنې وزارت د راضۍ رییس سفر
۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم د یوه رسمي سفر په ترڅ کې کندز ولایت ته سفر وکړ. د دې سفر موخه د ځمکو د وضعیت ارزونه، د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا او د ځمکو په برخه کې د کاري ظرفیت لوړول وو.
د دې سفر په لړ کې، یوه مهمه کاري غونډه د کندز دکرنې رییس مولوی نیاز محمد عابد، د استیناف محکمې د وثایقو آمر، د مستوفیت استازي، د ښاروالۍ استازي، او همدارنګه د ځمکو د برخې آمرینو او کارکوونکو په ګډون ترسره شوه.
په پیل کې، د کندز د کرنې رییس، مولوي نیاز محمد عابد، د ګډونوالو تود هرکلی وکړ او د ادارې د روانو فعالیتونو، لاسته راوړنو او شته چارو په اړه یې هراړخیز معلومات وړاندې کړل.
وروسته، د کرنې وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم، په خپلو څرګندونو کې د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرامینو پر جدي تطبیق، د کاري اصولو پر مراعت، له مراجعینو سره پر نېک او مسلکي چلند، په اداري چارو کې د غیر ضروري مداخلاتو پر مخنیوي، او په کاري چاپېریال کې د همکارۍ، ورورولۍ او باور د فضا پر تأمین ټینګار وکړ. نوموړي همدارنګه د کندز د کرنې ریاست هڅې وستایلې او د ځمکو برخه یې د دې ریاست له بنسټیزو او مهمو برخو څخه وبلله. هغه څرګنده کړه، چې د ځمکو اړوند ټولې چارې باید د نافذه اصولو او مقرراتو له مخې پر مخ یوړل شي او په دې برخه کې هېڅ ډول غیرقانوني کړنه د منلو وړ نه ده.
همدارنګه، نوموړي د مهمو موضوعاتو لکه د ځمکو تنظیم او اغېزمن مدیریت، د ملکیت تثبیت، د ځمکو د غصب مخنیوی، او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ.
وروسته، د غونډې ګډونوالو د چارو د لا ښه والي په موخه خپل نظریات، ستونزې او رغنده وړاندیزونه شریک کړل.
د یادونې وړ ده، چې د ګډونوالو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه، د ملکیت د تثبیت حق اړوند موضوعات د ځمکو د عمومي ریاست د تخنیکي ټیم له لوري په عملي او نظري بڼه روزل کېږي، څو په دې برخه کې لا زیات اغېزمنتوب رامنځته شي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS