د خوست سپېرې ولسوالی کې د اوبو مهارولو پروژې چارې پیل شوې
۱۹ وری ۱۴۰۵ه.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د سپېرې ولسوالی په درېیو کلیو (ښنګ، تروه او ډانډکي) کې د اوبو مهارولو پروژې چارې پیل شوې.
یاده پروژه د سپېرې ولسوالی د کرنیزو چارو مدیریت تر څارنې لاندې، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام «یوانډيپي» په مالي ملاتړ او د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ پلي کېږي.
په دې پروژه کې د ۳۹۰۰ ټرینچونو کېندل او د ۲ چکډېمونو جوړول شامل دي، چې موخه یې د باراني اوبو مهارول، د ځمکو خړوبول، د ځمکې د تخریب مخنیوی او د چاپېریال ساتنه ده.
د پروژې د تطبیق لپاره ۱۵۰ تنه کاریګران ګمارل شوي، چې هر یوه ته د ورځې ۳۵۰ افغانۍ مزد ټاکل شوی دی. د دې پروژې ټولیز ارزښت یومیلیون او ۵۷۵ زره افغانۍ اټکل شوی دی.
یاده پروژه به له یوې خوا خلکو ته د کار زمینې برابرې کړي او له بلې خوا به د اوبو د اغېزمن مدیریت له لارې د کرنیزو فعالیتونو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
آغاز کار پروژه مهار آب در ولسوالی سپیره خوست
۱۹ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ شوال المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق
کار پروژه مهار آب در سه قریه (شنگ، تروه و داندکی) ولسوالی سپیره ولایت خوست، تحت چتر ریاست زراعت، آبیاری و مالداری آغاز گردیده است.
این پروژه تحت نظارت مدیریت امور زراعتی ولسوالی سپیره، با حمایت مالی برنامه انکشافی ملل متحد و همکاری تخنیکی مؤسسه اکشناید تطبیق میگردد.
در این پروژه، حفر ۳۹۰۰ ترنچ و اعمار ۲ چکدم شامل است که هدف آن مهار آبهای بارانی، آبیاری زمینها، جلوگیری از تخریب خاک و حفاظت از محیط زیست میباشد.
برای تطبیق این پروژه، ۱۵۰ تن کارگر استخدام شدهاند که برای هر یک مزد روزانه ۳۵۰ افغانی تعیین گردیده است. ارزش مجموعی این پروژه یک میلیون و ۵۷۵ هزار افغانی برآورد شده است.
این پروژه از یکسو زمینه کار را برای مردم فراهم میسازد و از سوی دیگر از طریق مدیریت مؤثر آب، نقش مهمی در تقویت فعالیتهای زراعتی ایفا خواهد کرد.
