د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د قرآن کریم د ترجمې ختم ترسره شو
۲۷ کب ۱۴۰۴ه.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د مبارکې روژې له لومړۍ ورځې څخه تر ۲۸مې پورې د قرآن کریم د ترجمې لړۍ په منظم ډول ترسره شوه، چې په پای کې یې د قرآن کریم د ترجمې ختم په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.
د قرآن کریم ترجمه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د رییس، مولوي سید امین هاشمي لخوا د (سورت النساء، سورت النور، او سورت الاحزاب) ترجمه ترسره شوه، چې پکې د یاد ریاست ټولو کارکوونکو فعاله ګډون کړی و.
د دې دیني پروګرام موخه د قرآن کریم د مفاهیمو درک، د اسلامي ارزښتونو پیاوړتیا، او د کارکوونکو ترمنځ د معنوي فضا رامنځته کول وو.
د یادونې وړ ده، چې دا ډول دیني او فرهنګي پروګرامونه د ادارې د کاري چاپېریال په ښه والي او د کارکوونکو په فکري او اخلاقي ودې کې مهم رول لري.
یاده ترجمه او ختم د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده
