د کندهار ژړۍ کې ۱۰ زره جریبه ځمکه د صنعت او سوداګرۍ ریاست ته ولېږدول شوه
۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ه.ش
۲۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه.ق
د ا.ا.ا د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی ورعاه د حکم له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي همکارۍ، د کندهار په ژړۍ ولسوالی کې ۱۰ زره جریبه امارتي ځمکه د کندهار صنعت او سوداګرۍ ریاست ته د صنعتي پارکونو جوړولو په موخه رسماً ولېږدول شوه.
د کندهار دکرنې ریاست د ځمکو د انتقال او وېش مدیر قاري عصمتالله فرهاد وایي، چې یاده ځمکه د ټولو قانوني او اداري مراحلو له بشپړېدو وروسته، د ګډ پلاوي په حضور کې د صنعت او سوداکرۍ ریاست ته وسپارل شوه. د نوموړی په وینا، چې پر دې انتقال شوې ځمکه به د یاد ریاست له لوري د سوداګرۍ او صنعت پراختیا لپاره صنعتي پارکونه جوړ شي.
د یادونې وړ ده، چې یوه اوونۍ وړاندې هم د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی په ځانګړي حکم، د کندهار په لوړ میوند ولسوالی کې ۱۰ جریبه امارتي ځمکه د حج اوقافو ریاست ته د یوي لویي عیدګاه جوړولو په موخه لېږدول شوې وه.
