هلمند کې مرخېړیو کرکېله ښه پایله ورکړې
۲۸ مرغومي ۱۳۹۸
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا دلومړي ځل لپاره په دې ولایت کې په توافقي ډول د مرخېړیو کرکېله کړئ، چې پایله یې ډېر ښه او مثبته ده.
د هلمند دکرنې رییس زلمي الکو وایي، د مرخېړیو ارزښت ته په کتو غواړي، چې په دې ولایت کې د مرخېړیو کرکیله ترویج کړي چې له یوې خوا د کوکنارو ښه بدیل دی او له بلې خوا د بزګرانو په اقتصادي وده کې هم رغنده رول لري.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو مالدارۍ ریاست هلې ځلې کوي، چې کروندګرو ته نوښتونه او نوي لارې چارې ور وپېژنې، چې د دوی په اقتصاد کې د مثبت بدلون لامل شي.
د مرخېړیو تولید او پالنه اسانه او په بازار کې یې بیه لوړ ده. کروندګر کولای شي، چې له دې لارې ښه عاید تر لاسه کړي.
د هلمند دکرنې رییس وایي د کرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې د مرخېړیو ترڅنګ ګڼ شمېر نور ارزښت لرونکي بوټې هم په دې ولایت کې ترویج کړي ترڅو د کوکنارو د کرکيلې مخه ونیول شي.