کندز کې دوه ودانیز او کرنیزې پروژې ګټېاخیستنې ته وسپارل شوې
۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ه.ش
۱۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه.ق
د کرنې زېربناوو د پیاوړتیا، د اوبو د سرچینو د اغېزمن مدیریت او د سېلابونو له امله د بزګرانو د زیانونو د کمولو په موخه، د کندز په ولایت کې د آغاخان بنسټ ساحوي دفتر لهخوا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، دوه مهمې ودانیز او کرنیزې پروژې تطبیق او رسماً ګټېاخیستنې ته وسپارل شوې.
یادې پروژې د علی آباد ولسوالی په وکیل دوستمحمدخان کانال کې د سوپر پسیج (د سېلاب کنټرول کوونکی) د جوړولو پروژه د ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت او همدارنګه د چهاردرې ولسوالی د کانال په غاړو کې د محافظتي ګابیوني دېوال د جوړولو پروژه د ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت شاملې دي.
د دغو پروژو اساسي موخه د کرنې کانالونو د تخریب مخنیوی، د اوبو د بهیر ښه تنظیم او مدیریت، د کرنیزو ځمکو ساتنه او د طبیعي پېښو، په ځانګړي ډول سېلابونو، پر وړاندې د بزګرانو عملي ملاتړ بلل شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې د دغو پروژو په تطبیق سره، زرګونه کروندګرې کورنۍ په مستقیم او غیرمستقیم ډول ګټهمنې شوې دي او زرګونه هکټاره کرنیزه ځمکه د تخریب، خاورې د فرسایش او د اوبو کمښت له ګواښ څخه خوندي شوې او د اوبولګولو د ښه سیستم تر پوښښ لاندې راغلې ده.
یادې پروژې د اقلیمي انعطافپذیرۍ او ټولشموله محلي ودې «سيآرالجي» پروژې په چوکاټ کې او د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست او نورو محلي ادارو سره په بشپړه همغږۍ تطبیق شوې او د دولتي مسئولینو، د آغاخان بنسټ د استازو او د سیمې د مخورو په حضور کې رسماً ګټېاخیستنې ته وسپارل شوې.
د کندز ولایت د کرنې ریاست د آغاخان بنسټ له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ، د دغسې پروژو تطبیق د بزګرانو د اقتصاد د پیاوړتیا، د کرنې زېربناوو د ساتنې او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د محلي ټولنو د تابآورۍ د زیاتولو په برخه کې ډېر اغېزمن او ارزښتناک بولي.
د یادونې وړ ده، چې د ورته پروژو د تطبیق په دوام سره، کولای شو د دوامدارې کرنې د پراختیا، د بزګرانو د معیشت د ښه والي او د کندز ولایت د اقتصادي ودې په برخه کې مهم رول ولوبوو.
