د هلمند دکرنې رییس د کبانو پالنې ټولنې له چارواکو سره وکتل 

mail-admin
Wed, Jan 14 2026 2:29 PM
د هلمند دکرنې رییس د کبانو پالنې ټولنې له چارواکو سره وکتل 

۲۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع په داسې حال کې، چې ددې ولایت د مالدارۍ آمرحافظ هدایت‌الله هدایت او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سلاکار انجنیر اسدالله حقیار یې ملتیا کوله ددې ولایت د کبانو پالنې ټولنې له چارواکو او کاروباریانو سره په کتنه کې په دې ولایت کې د کب پالنې سکټور بر ستونزو او ننګونو خبرې اترې وکړې.
د غونډې په پیل کې د هلمند دکرنې رییس وویل، چې د اسلامي امارت ټول چارواکي د ولس خادمان دي او د خوار او غریب ولس د ستونزو حل خپل شرعي او ملي مسؤلیت بولي. نوموړي ټینګار وکړ، چې د کرنې او مالدارۍ وده د ټولنې د اقتصادي پیاوړتیا مهم اساس دی او حکومت ژمن دی، چې د مشروع کاروبارونو ملاتړ وکړي.
نوموړي زیاته کړه، : «موږ مکلف یو د الله تعالی ج د قانون او د نبي کریم ص د سنتو پابند واوسو، ځکه چې په همدې کې د دنیا او آخرت بري نغښتی دی. هغه وویل، لکه څنګه چې هر مسلک او کاروبار خپل اصول لري او له اصولو سرغړونه تاوان لري، همداسې د قرآن کریم لارښوونې د انسان د کامیابۍ بنسټ جوړوي.»
په غونډه کې د کبانو ټولنې مسؤلینو او کاروباریانو خپلې اقتصادي او بازارموندنې ستونزې له مشرتابه سره شریکې کړې.د هلمند دکرنې رییس او ورسره مل پلاوي پر یادو ستونزو هر اړخیز بحث وکړ او د حل لپاره یې لازمې سپارښتنې او عملي لارښوونې وړاندې کړې.
نوموړي په ځانګړې توګه ټینګار وکړ، چې ناسالم رقابت، د نرخونو خپل‌سري بدلون  د بازار د بې‌ثباتۍ او د ولس د زیان لامل ګرځي؛ نو ځکه باید ټول کاروباریان سالم رقابت، انصاف او مسلکي اصولو ته ژمن پاتې شي.
همدارنګه د هلمند دکرنې رییس څرګنده کړه، چې د حکومت په ملاتړ، همغږۍ او ګډو هڅو سره به د کبانو کاروبار پیاوړی شي، کورنی تولید به زیات شي او پر وارداتي محصولاتو به اتکا کمه شي.
د غونډې په پای کې د ستونزو د دوامدار تعقیب او حل لپاره د همغږۍ پر میکانېزم ټینګار وشو، تر څو د کبانو د سکتور تنظیم، د بازار ثبات او د ولس ګټه تأمین شي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS