کندز کې ۸۰ بې وزله کورنیو ته د سبو د پروسس توکي ووېشل شول
د بې وزله کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا د ملاتړ پروګرامونو په دوام کې، د «ډاکار» دفتر د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ سره د سبو د پروسس وسایل د کندز مرکز او د چهاردرې ولسوالی ۸۰ بېوزله کورنیو ته توزیع کړل.
دغه وسایل د سبو د پروسس او ساتنې بنسټیز تجهیزات شامل دي، چې موخه یې د کورنیو توانمندسازی، په کور دننه د کوچنیو کارونو رامنځته کول، د زراعتي محصولاتو ضایعات کمول، او د خوړو خوندیتوب لوړول دي.
د یادونې وړ ده، چې دا مرسته د اړتیا وړ کورنیو د ملاتړ او هغوی د اقتصادي ځان بسیاینې د هڅونې په موخه ترسره شوې ده.
د دې ډول وسایلو برابرول کولای شي د حاصلاتو د راټولولو په موسم او تر هغه وروسته د کورنیو د ژوند د ښه کېدو لامل شي.
