د کرنې وزارت د سټراټیژیکو زېرمو رییس د کندهار دکرنې رییس او اړوندو چارواکو سره وکتل

mail-admin
Tue, Nov 25 2025 2:18 PM

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوی کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ددې ولایت د کرنې ریاست له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه.
یاد پلاوی چې مشري یې د وزارت د سټراټیژیکو زېرمو رییس مولوي قدرت الله حقیار کوله، او ورسره قاري سمیع الحق، محمدپذیر حقپال او عبدالله جان خاکسار مل وو، د کندهار د کرنې رییس مولوی عبدالرشید منیب سره د کندهار ولایت دکرنې په ریاست کې وکتل. په دغه ناسته کې د کندهار دکرنې ریاست یوشمېر نورو چارواکو هم کډون درلود.
د سټراټیژیکو زېرمو رییس مولوي قدرت الله حقیار د سټراټیژیکو غنمو د ساتنې موضوع د ملي اهمیت وړ وبلله او په ټینګار سره یې وویل، چې د زېرمه شوو غنمو د معیاري مراقبت او خوندیتوب لپاره باید جدي او پرله‌پسې اقدامات وشي.
د کندهار دکرنې رییس مولوی عبدالرشید منیب پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د غنمو د غوره ساتنې لپاره یې یو مسلکي کمیټه ګمارلې ده او ټول اړوند مسؤلین په منظم ډول د یادو غنمو د حفظ او مراقبت چارې تعقیبوي.
هغه زیاته کړه، چې د کرنې ریاست به د خپلو ټولو امکاناتو او توان په کارولو سره د زېرمه شویو غنمو په خوندي ساتنه او مدیریت کې هر اړخیزه همکاري کوي.
پلاوي د ریاست د هڅو ستاینه وکړه او د لا اغېزمن مدیریت لپاره یې خپل لازمې سپارښتنې شریکې کړې.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS