د ننګرهار د کرنې ریاست د بودجې لګښتونو او عوایدو ارزونه

mail-admin
Mon, Nov 24 2025 9:32 AM
د ننګرهار د کرنې ریاست د بودجې لګښتونو او عوایدو ارزونه

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د سپارښتنې پراساس، د مالي او حسابي چارو رییس مولوي ضیاءالدین په مشرۍ یو پلاوی ننګرهار ولایت ته سفر وکړ، ترڅو د عادي او پراختیایي بودجې لګښتونه او د عوایدو راټولولو پروسه په هر اړخیزه توګه وڅېړي.
ددې سفر پر مهال، د مالي او حسابي چارو رییس او ورسره مل پلاوی د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن او د دې ریاست له کارکوونکو سره وکتل او د سفر موخې یې ورسره شریکې کړې.
مولوي ضیاءالدین واقف په دې لیدنه کې د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله له لوري د توشیح شوې اصولنامې پر بنسټ د عادي او پراختیایي بودجې د روڼ او اقتصادي لګښت پر اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي د مالیې وزارت «متحدالمال» ته په اشارې وویل، چې د اسلامي امارت بودجه د کورنیو عوایدو له لارې تمویلېږي؛ نو ځکه، د عوایدو شفافه راټولونه، د عوایدو له ناقانونه کارونې څخه مخنیوی، د ټاکل شوو عایداتي موخو پوره کول، د عوایدو او لګښتونو د راپورونو پر وخت استول او د نوو عایداتي سرچینو رامنځته کول ځانګړی اهمیت لري.
نوموړي وویل، چې د کرنې وزارت له لورې د هغو پروژو لپاره بودجه ځانګړې شوې، چې مؤثره او د ولس پخیر وي نو د هغي پروژو دکارونو چټکتیا او خلکو ته د کار زمیني برابرولو کې جدي ګامونه واخیستل شي.
د ننګرهار د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن د پلاوي له سفر څخه د مننې ترڅنګ د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې، د بودجې د لګښت او د عوایدو د راټولولو په برخو کې به خپلې چارې د ورکړل شوو هدایاتو مطابق پرمخ یوسي.
ښاغلي محسن د عوایدو په برخه کې خپلې ستونزې، غوښتني او وړاندیزونه د کرنې وزارت له پلاوی سره شریک کړل، چې دمالي او حسابي رییس له لورې د حل ډاد ورکړل شو.


ارزیابی هزینه‌های بودجه و عواید ریاست زراعت ننگرهار
۳ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
به اساس هدایت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، یک هیأت به ریاست مولوی ضیاءالدین رئیس مالی و حسابی این وزارت به ولایت ننگرهار سفر نمود تا روند مصرف بودجه عادی و انکشافی و پروسه جمع‌آوری عواید را به‌گونه همه‌جانبه ارزیابی کند.
در جریان این سفر، رئیس مالی و حسابی و هیأت همراه با مولوی محمد ولی محسن رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار و کارمندان این ریاست دیدار کرده و اهداف سفر را با آنان در میان گذاشتند.
مولوی ضیاءالدین واقف در این دیدار، بر اساس اصول‌نامه توشیح‌شده از سوی امیرالمؤمنین حفظه‌الله، بر اهمیت مصرف شفاف و اقتصادی بودجه عادی و انکشافی تأکید کرد. وی با اشاره به سیستم «متحدالمال» وزارت مالیه گفت که بودجه امارت اسلامی از عواید داخلی تأمین می‌شود؛ از همین رو، جمع‌آوری شفاف عواید، جلوگیری از استفاده غیرقانونی عواید، رسیدن به اهداف عایداتی تعیین‌شده، ارسال به‌موقع گزارش‌های عواید و مصارف و ایجاد منابع جدید عایداتی از اهمیت ویژه برخوردار است.
او همچنان افزود که وزارت زراعت برای پروژه‌هایی که مؤثر و برای مردم مفید باشند بودجه اختصاص داده است و باید در تسریع روند کار این پروژه‌ها و فراهم‌سازی زمینه کار برای مردم اقدامات جدی صورت گیرد.
رئیس زراعت ننگرهار، مولوی محمد ولی محسن، ضمن تشکر از سفر هیأت، اطمینان داد که در بخش‌های مصرف بودجه و جمع‌آوری عواید، امور مربوطه مطابق هدایات داده‌شده تطبیق خواهد شد. او مشکلات، نیازمندی‌ها و پیشنهادهای مرتبط با بخش عواید را با هیأت وزارت شریک ساخت که از سوی رئیس مالی و حسابی، وعده بررسی و حل آن‌ها داده شد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS