د هرات ولایت د انجیل ولسوالی له زعفران‌کارانو سره د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي د رییس لیدنه

user-admin
Tue, Nov 18 2025 12:23 PM
دیدار رئیس اطلاعات و آگاهی عامه وزارت زراعت با زعفران‌کاران ولسوالی انجیل هرات

۲۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش

۲۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او ویاند مولوی شیرمحمد حاتمي، د خپل مل پلاوي په ملتیا د هرات ولایت د انجیل ولسوالی د زعفرانو کروندو او د زعفران د ګل د راټولولو له بهیر څخه لیدنه وکړه.
د یاد سفر په ترڅ کې، د انجیل ولسوالی زعفران‌کارانو د حاصلاتو د راټولولو د لارو چارو، ستونزو او خپلو تخنیکي اړتیاوو په اړه خبرې وکړي او د زعفرانو کرنه یې د دې ولسوالی د خلکو لپاره یوه مهمه اقتصادي فرصت وباله. دوی وویل، چې هرات د مناسب اقلیم او حاصل‌خېزې خاورې له امله د زعفرانو د کرنې لپاره یو وړ او مساعد چاپېریال لري او غوښتنه یې وکړه، چې له دوی سره د پروسس، بسته‌بندۍ او بازارموندنې په برخو کې لا ډېر ملاتړ وشي.
مولوی شیرمحمد حاتمي ډاډ ورکړ چې د کرنې وزارت او اسلامي امارت د زعفران‌کارانو د ملاتړ په برخه کې ژمن دي او هڅه کوي چې د صادراتو، بازارموندنې اسانتیاوو، تخنیکي همکاریو، ترویج او پوهاوي په برخه کې نورې زمینې هم برابرې کړي. هغه زیاته کړه، چې زعفران د یوه ستراتیژیک محصول په توګه کولی شي د بزګرانو د کورنیو په اقتصادي پیاوړتیا او د هېواد د صادراتو په زیاتوالي کې مهم رول ولوبوي.
نوموړي همداراز وویل، چې د کرنې وزارت په ولایتونو کې د زعفرانو د کرنې د ودې لپاره ځانګړي پروګرامونه په پام کې لري، څو د اړوندو بنسټونو په پیاوړي کولو سره د کاري فرصتونو د زیاتوالي او د لوړ کیفیت تولیداتو د پراختیا زمینه برابره شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS