کندهار کې د لمرګل کرنه د حاصلاتو مرحلې ته رسېدلې

mail-admin
Sat, Oct 11 2025 11:24 AM
کندهار کې د لمرګل کرنه د حاصلاتو مرحلې ته رسېدلې

۱۹ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کوهکران څېړنیز فارم عمومي مسؤل ملا فتح محمد فیضي د نوروزي څېړنیز فارم د لمرګلي نبات کرنې څخه نږدې لیدنه او هر اړخیزه څارنه وکړه. نوموړي د کرنې د پرمختګ لپاره اړوند بزګرانو ته لازمې سپارښتنې وکړې او د دې پروسې د هر اړخیز ملاتړ ډاډ یې ورکړ.
لمرګلی یو له هغو نباتاتو څخه دی، چې د کندهار له اقلیمي شرایطو سره ښه توافق لري او د تېرو کلونو تجربې ښيي چې د دې نبات کرنه په دغه ولایت کې ښه پایلې لري. د نوروزي څېړنیز فارم مسؤلینو د معلوماتو له مخې، سږکال پر شاوخوا ۲۵ جریبه ځمکه د لمرګلي نبات کرنه ترسره شوې چې اوس د حاصل نیونې مرحلې ته رسېدلې ده. د کوهکران فارم مسؤل ملا فتح محمد فیضي وایي، د لمرګلي کرنه نه یوازې د کرنیزو حاصلاتو په تنوع کې مهم رول لري، بلکې بزګرانو ته د اقتصادي ودې او عاید د زیاتوالي ښه فرصتونه هم برابروي. د کرنې ریاست مسؤلین وايي، یادې څارنې به د کرنې د پرمختګ، د څېړنیزو فارمونو د مؤثریت او د عصري کرنیزو لارو چارو د ترویج په برخه کې مهمه ونډه ولري.


کشت گل آفتاب پرست در کندهار به مرحله برداشت رسیده است
۱۹ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
به رهبری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار، ملا فتح‌محمد فیضی مسئول عمومی فارم تحقیقاتی کوهکران از کشت نبات گل آفتاب پرست در فارم تحقیقاتی نوروزی بازدید و نظارت همه‌جانبه به‌عمل آورد. او ضمن ارائه رهنمودهای لازم به دهقانان مربوطه، اطمینان داد که از این روند به‌گونه همه‌جانبه حمایت خواهد شد.
آفتاب‌گردان از جمله نباتاتی است که با شرایط اقلیمی کندهار سازگاری خوبی دارد و تجربه سال‌های گذشته نشان داده است که کشت این نبات در آن ولایت نتایج مطلوبی به همراه داشته است. به گفته مسئولان فارم تحقیقاتی نوروزی، امسال آفتاب‌گردان در حدود ۲۵ جریب زمین کشت شده که اکنون به مرحله برداشت رسیده است.
ملا فتح‌محمد فیضی مسئول فارم کوهکران می‌گوید: کشت آفتاب‌گردان نه‌تنها در تنوع محصولات زراعتی نقش مهمی دارد، بلکه زمینه رشد اقتصادی و افزایش عاید دهقانان را نیز فراهم می‌سازد. مسئولان ریاست زراعت می‌افزایند که این نظارت‌ها نقش مؤثری در بهبود زراعت، افزایش کارآیی فارم‌های تحقیقاتی و ترویج شیوه‌های مدرن زراعتی خواهد داشت.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS