خوست کې د شولو ننداریزو کروندو ښه حاصل؛ بزګرانو ته نوې لارښوونې وړاندې شوې

mail-admin
Thu, Oct 02 2025 9:56 AM
خوست کې د شولو ننداریزو کروندو ښه حاصل؛ بزګرانو ته نوې لارښوونې وړاندې شوې

د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د علېشیرو او تریزیو ولسوالیو کرنیزو چارو عمومي مدیریت کارکوونکو د شولو ننداریزو کروندو څخه څارنه وکړه.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه، چې د شولو ننداریزې کروندې د علېشیرو او تریزیو ولسوالیو په کروندو کې د پام وړ حاصل لري او بزګرانو ته د عملي زده‌کړو لپاره یوه ښه تجربه برابروي. کارکوونکو بزګرانو ته د حاصل د راټولولو، د تخم د صفایې، ساتنې او خوندیتوب په اړه مهمې لارښوونې وکړې.
د خوست دکرنې ریاست چارواکي وایي، دغه څارنه د ریاست د لارښوونو او کلني پلان پر بنسټ ترسره شوې، څو بزګران د شولو کرنې په برخه کې له نوو لاروچارو او اغېزمنو عملي تجربو څخه ګټه واخلي او د خپلو تولیداتو کچه لوړه کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS