لغمان کې د مرابحې بیعې له مخې پور اخیستونکو لپاره روزنیز پروګرام ترسره شو

mail-admin
Wed, Jul 16 2025 2:59 PM
لغمان کې د مرابحې بیعې له مخې پور اخیستونکو لپاره روزنیز پروګرام ترسره شو

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان ولایت په مرکز کې د کرنیزې پراختیا صندوق د ختیځ زون د مسؤولینو له لوري، د لغمان د کرنې ریاست په همغږۍ، هغه کاروباریانو او بزګرانو ته روزنیز پروګرام ترسره شو، چې مخکې یې دپور  اخیستلو لپاره عرضونه کړي وو.
یاد روزنیز پروګرام د کرنیزې پراختیا صندوق د حاصل وړ تحویلاتو مسؤل احمد سیار حقیار له خوا د مرابحې بیعې د اسلامي کړنلارې له مخې د پرزینټېشن له لارې تشریح شو.
په غونډه کې د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد، د کرنیزو چارو آمر بریالی همدرد، بزګران، د لبنیاتو سکتور استازي او د خصوصي سکتور نور مسؤلین ګډون درلود.
د لغمان دکرنې رییس مولوي عبدالستار محمد برخوالو ته څرګنده کړه، چې دغه برنامه د کرنې وزارت په چوکاټ کې د اسلامي اصولو پر بنسټ د مرابحې بیعې له لارې تطبیقېږي. د دې پروګرام له مخې، هغه بزګران، فارم لرونکي او کاروباریان چې کاروبارونه یې له خنډ سره مخ شوي، کولی شي له ۲۰۰ زره افغانیو څخه تر ۱.۵ میلیونه افغانیو پورې پور ترلاسه کړي.
په پور اخیستل شوې پیسې به برخوالو ته د ټاکل شوې کړنلارې مطابق، په قسطونو کې بېرته د کرنیزې پراختیا صندوق ته تحویلیږي، تر څو له دغې لارې د دوي کاروبارونه بېرته احیا او تقویه شي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS