هلمند کې یوشمېر نارینه او ښځینه بزګران وروزل شول

mail-admin
Thu, Dec 12 2019 12:44 PM
هلمند کې یوشمېر نارینه او ښځینه بزګران وروزل شول

۲۱ لېندۍ ۱۳۹۸
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د مرکز لښکرګاه، نادعلي او نهر سراج ولسوالیو ۵۰۰ نارینه او ښځینه و کروندګرو ته د سبو د ناروغیو او افتونو د هر اړخیز کنټرول په موخه عد ملي او نظري روزنې ترڅنګ پر دغو کروندګرو د کرکېلي اړین کېټونه هم وېشلي دي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې د مرسي کور بدیل معیشت پروګرام په همکارۍ ددې ولایت ۵۰۰ نارینه او ښځینه کروندګرو ته د سبو د ناروغیو او افتونو د هر اړخیز کنټرو د روزنې ترڅنګ اړین کېټونه هم ورکړل شوي دي.
ښاغلی الکو وایي، چې د هلمند دکرنې ریاست ددې ولایت د کرنیزو توکو د اصلاح او پیاوړتیا او دغه راز د نارینه او ښځینه و کروندګرو او بېوزله کورنیو د لاسنیوی په موخه بېلابېل پروژې په لاره اچوي تر څو کروندګر مشروع کرکېلي ته مخه کړي او له دې لارې خپل اقتصاد پیاوړي کړي.
دغه روز نیز پروګرام په دې ولایت کې د بوټو د افتونو د هر اړخیز کنټرول په موخه په لاره اچول شوې ده.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS