پکتیا کې د کانګو وینه بهېدونکې تبې د مخنیوي کمپاین څخه څارنه ترسره شوه

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه.ق
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ آمریت کارکوونکو له لوری د یاد ولایت د مرکز ګردیز او څمکنیو ولسوالۍ کې د کانګو وینه بهېدونکې تبې د مخنیوي کمپاین څخه څارنه وکړه.
د پکتیا د کرنې ریاست د مالدارۍ آمر نورالله درویش په یاده څارنه کې د وترنري داکترانو ته لازمې سپارښتنې وکړې او وویل چې د کانګو وینه بهېدونکې تبې د مخنیوي کمپاین به د لوی اختر تر درېیمې ورځې پورې دوام لري.
د یادونې وړده، چې نوموړی ناروغۍ د اختر په را رسېدو سره د خپریدو امکان ډېردی، په همدی اساس د ټولو مالدارانو څخه په هیله کېږي په نوموړی کمپیان کې د خصوصي وترنر داکترانو سره پوره همکاري وکړی.