د کندهار پنجوايي ولسوالۍ کې د ځنګلي بوټو پرېکولو مخنیوي او پوهاوي په موخه څارنه ترسره شوه

۲۱ کب ۱۴۰۳ه.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د پنجوايي ولسوالۍ د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او د ځنګلونو او څړځایونو د تنظیم مسؤل مولوی نعمت الله د یادې ولسوالۍ مختلفو سیمو کې د ځنګلونو پرېکولو مخنیوي، ساتنې او پوهاوي په موخه څارنه کړي، چې په ترڅ کې یې د سیمې اوسېدونکو او مالدارانو ته د ځنګلونو پرېکولو مخنیوي، ساتني او ارزښت اړوند پوهاوی ورکړل شو.
یاده څارنه د دې لپاره ترسره شوه، ترڅو د سیمې اوسیدونکي د طبیعي شتمنیو په ارزښت پوه شي او په ساتنه کې یې جدي ونډه واخلي. د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې هېڅ ډول زیانمن فعالیت ته اجازه نه ورکوي او په دې برخه کې به لا زیات اقدامات ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې هم د ځنګلي، طبیعي او ریګي بوټو د ناقانونه انتقال او پوهاوی په موخه څارنه ترسره شوې وه، چې په ترڅ کې یې د یادې ولسوالۍ پنځمه ناحیه کې د سسې ریګي بوټو د ناقانونه انتقال مخه نیول شوې وه.