کابل کې د نیالګي اېښودو ملي کمپاین پرانیستل شو

user-admin
Mon, Feb 24 2025 9:10 AM
کابل کې د نیالګي اېښودو ملي کمپاین پرانیستل شو

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت «د نن نیالګی؛ د راتلونکي هوساینه» تر سرلیک لاندې د نیالګي اېښودو ملي کمپاین د کابل په بادام‌باغ څېړنیز فارم کې د حکومتي مسولينو په ګډون پرانیست.  
د دې محفل پیل د قرانکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت وشو، چې پکې د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال او د کرنې وزارت کفیل مولوي بازمحمد فیضان، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان «حاجي سالم»، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د شکایتونو د اورېدو مرستیال مولوي سعید احمد شهیدخېل، د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ملا حمد الله فطرت، د پکتیکا مرستیال والي مخدوم عبدالسلام سعادت، د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو رییس مولوي عبدالاحد خلیل، د کرنې او مالدارۍ خونې رییس خان محمد فروتن او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د طبیعي میراثونو رییس مولوي عبدالحمید صافي، ګډون او د نیالګي اېښودو او د ځنګلونو د ساتنې پر اهمیت خبرې وکړې.  
مولوي عبدالاحد خلیل وویل، چې د کرنې وزارت سږ کال له ۱۶ میلیونو ډېر نیالګي برابر کړي، چې په ټول هېواد کې به کښېنول شي. نوموړي دا هم زیاته کړه، چې د ځنګلونو د ساتنې لپاره ځانګړي پروګرامونه تر لاس لاندې دي.  
مولوي بازمحمد فیضان په خپلو خبرو کې وویل، چې اوس د هېواد د ودانولو وخت دی او اسلامي امارت په تېرو درېیو کلونو کې د اوبو مدیریت، د ځنګلونو بیارغونه او د کرنې پراختیا په برخو کې پراخې هڅې کړي دي. نوموړي ټینګار وکړ، چې افغانستان د غلو-دانو او غوښې تولید په برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی دی.  
مولوي صدراعظم عثماني د نیالګي اېښودو ارزښت ته اشاره وکړه او د لوړو زده کړو، پوهنې، ارشاد، حج او اوقافو وزارتونو څخه یې وغوښتل، چې خلک دې مهم کمپاین ته وهڅوي.  
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اکسیجن تولید، د هوا د ککړتیا کمولو، د خاورې د تخریب مخنیوي او اقلیمي بدلونونو کنټرول په برخو کې د نیالګي اېښودو رول ته اشاره وکړه.  
همداراز، مولوي سعید احمد شهیدخېل له خلکو وغوښتل، چې د هېواد د آبادۍ په بهیر کې ونډه واخلي، او مخدوم عبدالسلام سعادت د ځنګلونو د ساتنې پر اهمیت ټینګار وکړ.  
په دې پروګرام کې نامتو ترانه‌خوان فقیرمحمد دروېش، حماسي ترانې وویلې او محفل د دعا په ویلو او د نیالګیو په اېښودو سره پای ته ورسېد.  
د یادونې وړه ده، چې د کرنې وزارت او د قوریه‌دارانو اتحادیې د دې کمپاین لپاره میلیونونه مثمر او غیرمثمر نیالګي برابر کړي، چې د ټول هېواد په کچه به کېښودل شي.

افتتاح کمپاین ملی نهال‌شانی در کابل

کمپاین ملی نهال‌شانی از سوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری  با شعار "نهال امروز؛ رفاه آینده" در فارم تحقیقاتی بادام‌باغ کابل با حضور شماری از مسئولان حکومت افتتاح شد.
این محفل با تلاوت آیاتی از کلام‌الله مجید آغاز شد و در آن، مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و منابع طبیعی و کفیل وزارت زراعت، مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری، ملاآغاجان «حاجی سالم»، معین مالی و اداری وزارت زراعت، مولوی سعید احمد شهیدخیل، معین سمع شکایات، وزارت امر به معروف و نهی از منکر، ملا حمدالله فطرت معاون سخنگوی امارت اسلامی، مخدوم عبدالسلام سعادت، معاون والی پکتیکا، مولوی عبدالآحد خلیل، رئیس عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، خان محمد فروتن، رئیس اتاق زراعت و مالداری و مولوی عبدالحمید صافی، رئیس میراث‌های طبیعی اداره ملی حفاظت از محیط زیست اشتراک ورزیده و درباره اهمیت نهال‌شانی و حفاظت از جنگلات سخنرانی کردند.
مولوی عبدالآحد خلیل گفت که وزارت زراعت امسال بیش از ۱۶ میلیون نهال تهیه کرده که در سراسر کشور غرس خواهد شد. وی افزود که برای حفاظت از جنگلات نیز برنامه‌های مشخص روی‌دست گرفته شده است.
مولوی بازمحمد فیضان در سخنان خود گفت که اکنون زمان کار و آبادانی کشور فرا رسیده و در سه سال اخیر، امارت اسلامی تلاش‌های گسترده‌ای را در بخش‌های مدیریت آب، احیای جنگلات و توسعه زراعت انجام داده است. وی افزود که در بخش تولید گوشت و غله‌جات، کشور به خودکفایی نزدیک شده است.
همچنین، مولوی صدراعظم عثمانی تأکید کرد که غرس نهال اقدامی برای نسل‌های آینده است و از مسئولان وزارت تحصیلات عالی، معارف و ارشاد و حج و اوقاف خواست که مردم را به مشارکت در این روند ملی تشویق کنند.
معین مالی و اداری وزارت زراعت، بر نقش نهال‌شانی در تولید اکسیجن، کاهش آلودگی هوا، جلوگیری از فرسایش خاک و تغییرات اقلیمی تأکید کرد.
در ادامه، مولوی سعید احمد شهیدخیل، معین وزارت امر به معروف، از مردم خواست تا در روند آبادی کشور سهم بگیرند و مخدوم عبدالسلام سعادت، معاون والی پکتیکا نیز بر اهمیت حفاظت از جنگلات تأکید کرد.
در این برنامه، فقیرمحمد درویش، ترانه‌خوان مشهور، ترانه‌های حماسی اجرا کرد و در پایان، با دعای خیر و غرس نهال، محفل به پایان رسید.
گفتنی است که وزارت زراعت و اتحادیه قوریه‌داران، میلیون‌ها اصله نهال مثمر و غیرمثمر را برای این کمپاین تهیه کرده‌اند که در سراسر کشور غرس خواهد شد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS