ننګرهار کې له یوشمېر بزګرانو سره د اصلاح شوي غنمو او سرو مرسته وشوه

content_admin
Sun, Nov 17 2019 10:11 AM
ننګرهار کې له یوشمېر بزګرانو سره د اصلاح شوي غنمو او سرو مرسته وشوه

۲۵ لړم ۱۳۹۸
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ برنامې « SNAPP 2» په همکارۍ ددې ولایت د لسو ولسوالیو «کامه، ښېوه، بهسود، سره رود، دره نور، ګوشته، مهمندره، لعل پور خو ګياڼي او رودات» پر ۲۲۵ بزګرانو اووه مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه او ۱۲.۵ مټریک ټنه کیمیاوي سره وېشي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ هم د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ډاکار موسسې په همکارۍ د سره رود په سلطانپور او احمدزیو کلیو کې ۴۰ تنو بزګرانو سره د غنمو څلور ټنه اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرو مرسته وکړه.

پر بزګرانو د غنمو داصلاح شويو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ د ننګرهار نورو ولسوالیو ته هم غځیږي.

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي او د بزګرانو د ملاتړ په پار په پام کې لري، چې ددې ولایت پر بزګرانو درې زره او ۲۰۰ ټنه دغنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS