هلمند کې د ونو افتونو او ناروغیو مخنیوي په پار کمپاین پیل شو

۶ مرغومې ۱۴۰۳ه.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه.ق
د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټیو ساتنې او قرنطین مدیریت له خوا د ګرشک ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د ونو د یوریا سپرې کمپاین پیل شوی دی.
دغه کمپاین د دې ولایت په ګرشک ولسوالی کې د څو ورځو په لړ کې پلي کېږي، چې په ترڅ کې به یې د یادې ولسوالی د بڼوالو بڼونه له مضره حشراتو خوندي او ترڅنګ یې بڼوالو ته د یوریا سپرې د کارولو په برخه کې روزنه هم ورکړل شي.
ددې پروګرام موخه له افتونو او ناروغیو د بڼونو خوندیکول، د بزګرانو روزل او په ټوله کې دکرنې او بڼوالۍ ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.
د یادولو وړ ده، چې یاد پروګرام به د هلمند ولایت په نورو ولسوالیو کې هم پلي شي.