د ننګرهار دکرنې رییس د فارم جدید نیالګیو روزنځای له روانو فعالیتونو څخه لیدنه وکړه
۱۳ لړم ۱۴۰۳ه.ش
۱جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه.ق
ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د فارم جدید نیالګیو روزنځای بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې په ترڅ کې، د ننګرهار دکرنې ریاست د طبیعي سرچینو امر قاري کاهون عبدالرحمن اتل د کرنې رئیس ته د نیالګیو روزنې په برخه کې معلومات وړاندې کړل.
نوموړې وویل، چې په یاد فارم کې میوه لرونکي، بې مېوې او زینتي بوټي روزل کېږي او د اصولو له مخي په ننګرهار کې ادارو او ولسونو ته وېشل کېږي.
ننګرهار دکرنې رییس مولوي محمد ولي محسن فارم مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ هغوی ته لازمې سپارښتنې هم وکړې.
دغه راز د کرنې رییس دیوې غونډې په ترڅ کې د فارم جدید مسؤل انجینر نصیب الله رحیمزي او ددې فارم کاریګرو کړنې په ستاینلیکونو سره وستایل.